خبرونهاقتصادTOPټولنه

های کیونګ جون: په کندهار کې د ځمکې تر مشخص کېدو وروسته غواړو بېرته راستنېدونکو ته سرپناوې جوړې کړو

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
په کندهار کې د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې های کیونګ جون د یوه پلاوي په مشرۍ ولایت مقام کې له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي چې بېرته راستنېدونکو ته سرپناوې جوړوي.
د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ مشرې د کندهار ولایت له مرستیال مولوي حیات‌ الله مبارک سره په کتنه کې د خپلي ادارې اړوند فعالیتونه په ځانګړې توګه د نویو راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې کولو په برخه کې شریک کړل او وې ویل، چې پلان لري د ځمکې تر مشخص کېدو وروسته نویو راستنېدونکو افغان کډوالو ته سر پناوې جوړې کړي او د هغوی بنیادي ستونزې حل کړي.
مرستیال والي هغې ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د پروژو پلي کولو ښه زمینه برابره ده.
نوموړي والي نویو راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د دایمي او بنیادي مرستو لکه د کلینیکونو، مدرسې او مکتبونو د اوبو شبکو جوړولو او نورو خدماتو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د نویو راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ځمکو مشخص کولو پروسه بشپړه شوې او ډېر ژر به یې اړوندو ادارو او مؤسساتو ته په واک کې ورکړي، ترڅو کډوالو ته سرپناوې جوړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته