نړۍ

هايسم : سوله او امنيت دافغانستان دپرمختګ لپاره يوه ستره اړتيا ده .

واشنګتن باختر دکب شپږ ويشتمه :
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان خاص استازي نيکولاس  هايسم پرون دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا په هغې غونډه کې چې دافغانستان او ليبيا حالت پکې څيړل کيده وويل: افغانستان په  ٢٠١٦ کال کې له هغه څخه دمخکې کال په شان دجدي ازمايښت له خطر سره مخامخ دى چې بايد په دې کال کې سياسي ليږدونه بشپړه کړي او اقتصادي او امنيتي ستونزې له خپلې لارې څخه لرې کړي .
دده په خبره دافغانستان دملي وحدت حکومت د ځان دژغورنې لپاره بايد پنځه مهمې ستونزې حل کړي، اقتصاد چې درکودپه حالت  کې دى او دهغه دکمې ودې درجې وزګارتيا  زياته کړې ده دياغيانو جګړې چې دزياترو خلکو په نظر  هيڅ
ښه والى پکې نه ليدل کيږي  يوه ويشل شوې  سياسي فضا چې دهرې ورځې په تيريدو سره واټن پکې اوږديږي  سربيره پردې افغانستان بايد په راروان دوبي کې دوارسا اوبروکسل  په کنفرانسونو کې وکولاى شي يو منځ مهال مالي ملاتړ ترلاسه کړي او په  پاى کې ددايمي سولې په لور پرمختګ چې له  هغې پرته په دغو څلورو ساحو کې ټول برياليتوبونه له ګواښ سره مخامخ کيږي دوام ومومي .
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي دامنيت شورا غونډې ته په خپلې وينا کې ټينګار وکړ چې په ٢٠١٦ کال کې دپايښت ساتنه  دافغانستان دملي وحدت دحکومت  لپاره يوه ستره ازموينه ده .
ده زياته کړه چې ښايي  ځينې کسان په دغو شاخصونو نيوکې وکړي خو دسختو عواقبو دمخنيوي لپاره بايد دغه ټولې پنځه ستونزې حل شي .
دده  په خبره پايښت،بې حرکتي او يا داوبو په تګلوري کې مانا نه لري  بلکې له دغو ستونزو سره دچلند لپاره  جدي فعاليت دى .
نيکولاس هايسم داقتصاد ، په انتخاباتي او په نورو ساحو کې داصلاحاتو په باب دمفصلو خبرو وروسته په اساسي موضوع يعنې په افغانستان کې دسولې او امنيت په تامينولو تمرکز وکړ .
ده وويل افغانان سوله غواړي ،دوى دسولې مستحق دي اوله ټولو مهمه داچې دوى سولې ته اړتيا لري ځکه دسولې له بهير پرته په افغانستان کې دټيکاو او امنيت دتامينولو لپاره دهڅو دوام  له پوښتنې سره مخامخ کيږي .
ده زياته کړه چې تيره اوونۍ يې يوځل بيا دطالبانوله سياسي دفتر سره کتلي دى او ټينګار يې کړى دى چې په افغانستان کې سوله په بين الافغاني خبرو پورې اړه لري او طالبان بايد په دغو خبرو کې ونډه واخلي خو دده په خبره طالبان تراوسه پورې دافغانستان له حکومت سره نيغ په نيغ  خبروته چمتو نه دي .
نيکولاس هايسم ټينګار وکړ افغانستان هر هغه لاره چې سولې ته درسيدو لپاره غوره کوي ملګري ملتونه  به په دې بهير کې دښځو رول وهڅوي چې داکار ددې ضمانت شي چې دافغان ښځو غږ دټولو غوږ ته رسيږي او حقوق يې خوندي کيږي .
دغه راز ده په تيريوکال کې په افغانستان کې ملکي وګړو ته اوښتو زيانونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغه کال کې په افغانستان کې څه ناڅه ١١ زره تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې څلورمه برخه يې ماشومان و او دملګروملتو دسازمان  دسرمنشي دځانګړي استازي په خبره دسر ددغوز يانونو له امله دپاتې کسانو غم او ماتم بايد هير نه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته