کابل / د وږي ۱۲ / باختر
هالند وايي ، د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بیا رغانې لپاره چمتودی یو میلیون یورو مرسته وکړي.
د هالند د بهرنیوچارو وزیرسیګرید کاک انقرې ته په خپل سفرکې او له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې وویل چې هېواد یې چمتودی د کابل د هوايي ډګرد بیا رغونې لپاره یومیلیون یورو مرسته وکړي چې دغه هوايي ډګر د مسافروړونکو الوتنو پرمخ پرانیستل شي.
تراوسه روښانه نه دی چې آیا دغه پیسې به د افغانستان له لوري د کابل د هوایي ډګر په بیا رغونې لپا ره ولګېږي او یا ترکیه چې د قطرترڅنګ د دغه هوايي ډګر د بیا رغونې او د آلوتنو د چمتوکولومسوولیت لري.
د هالند د بهرنیوچارو وزیرټینګاروکړ باید د هغوکسانولپاره چې غواړي له افغانستان څخه ووځي اجازه ورکړ شي.
مخکې له دې د اسلامي امارت مقاماتو په وار وارسره ویلي دي ، څوک چې غواړي له افغانستان څخه بهرته لاړشي اجازه به ورکړشي.
ع