اقتصاد

هارون چخانسوري : هغه قراردادونه چې پکې فساد شتون لري ، څېړل کېږي.

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
د کانونواو پتروليم  وزارت نومانداوسرپرست هارون چخانسوري چې د افغانستان د استخراجي  صنايعود شفافيت د نوښت  د  څو اړخيز ګروپ  په  ٤٧  غونډه کې خبرې  کولې ، وويل : چې د دغه شان قراردادونو له سرغړونکو  سره  قانوني چلند کېږي .
هغه وويل   ټول هغه قراردادونه چې په هغو کې  قانوني ستونزه يا د فساد تورونه شتون لري په جدي ډول څېړل کېږي .
  هغه زياته کړه  د افغانستان دولت د استخراجي صنايعو د شفافيت  د نوښت سازمان د بيا غړيتوب  د بيا ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي او په دې لاره کې ژمن دى چې د دغه سازمان غړيتوب  ترلاسه کړي .
د کانونو او پتروليم  د وزارت سرپرست ټينګاروکړ چې  په دغه سازمان کې د افغانستان د غړيتوب  د ځنډولو  حالت د پاى ته رسولو  لپاره لازمه ده چې ټول  قانوني پړاوونه  بشپړ شي . او د دغه  بهير د اجرا کولو لپاره لازم پرمختګ رامنځته شي .
هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: موږ له خپلو ټولو شريکانو سره د شفافيت  او ځواب ورکولو لپاره همکارى کوو  چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړيتوب  بېرته ترلاسه کړي او د کانونو په برخه کې  روښانه حرکت ، ګړنديتوب او شفافيت تامين شي .
دغه راز په دې غونډه کې د استخراجي صنايعو د شفافيت  د نوښت د نړيوال سازمان د سکرتريت رييس مارک رابينسون په دې ويديويي غونډه کې وويل: چې دغه سازمان هم پريکړه کړې ده  چې  د اعتبار ورکولوپه بهير کې  انعطاف منوونکى وي .
  د يادونې وړ ده چې  د استخراجي صنايعود شفافيت  د نوښت  په نړيوال  سازمان کې د افغانستان غړيتوب  په  ٢٠١٧کال کې وځنډول  شو .
افغانستان په  ٢٠٠٨ کال کې  د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړى و .
  ختم _ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته