هارون حکيمي د هېواد د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نقش مهم وباله

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له يوشمېر رييسانو سره وکتل.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت رييسانو د دغه وزارت د فرهنګي پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د ګډو فرهنګي، علمي او څېړنېزو پروګرامونو د جوړولو او د ليکوالو په تېره بيا د ډيورنډ کرښې د اخوا ليکوالو او شاعرانو د کتابونو د چاپولو او په ګډه د مناسبتونو د نمانځلو په اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هارون حکيمي د هېواد د فرهنګي ارزښتونو په وده او ساتنه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نقش مهم وباله او له دغه وزارت سره يې د ګډو فرهنګي پروګرامونو په جوړولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته