هارون حکيمي د فرهنګي چارو د ښه والي لپاره د جمهور رييس د لارښوونو پرعملي کولو ټينګار وکړ
کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکيمي په مشرۍ نن د چارو او فرهنګي وضعيت د ښه والي لپاره د هېواد د جمهور رييس د لارښوونو د پلي کولو په موخه غونډه جوړه شوه .
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د بېلابېلو فرهنګي څانګو سلاکارانو او رييسانو په کې ګډون لاره، د فرهنګ او هنر نوي معين د فرهنګ او هنر معينيت د بېلابېلو څانګو چارواکو د کارونو په ارزونې سره د جمهوررييس د لارښوونو په رڼا کې د يادو څانګو پر ستونزو او پلانونو خبرې وکړې.
هغه يادونه وکړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه پلاوى په دغو وروستيو کې دهېواد له جمهور رييس محمد اشرف غني سره وکتل، يو لړ وړانديزونه او پلانونه يې وړاندې کړل او جمهور رييس د وړانديزونو له اورېدو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو د ښه کولو لپاره په ځانګړې توګه په فرهنګي برخه کې لازمي لارښونې وکړې.
د فرهنګ او هنرمعين دغونډې غړو ته د جمهور رييس د لارښوونو په اړه توضيحات ورکړل او يوشمېر هغو لارښوونو ته يې اشاره وکړه چې لاندې مسايل په کې شامل دي: د ملي يووالي ساتلو لپاره فرهنګي اجماع ، فرهنګ جوړونه او په فرهنګ جوړولو کې د خلکو رول، ذهنيت جوړونه ، د سولې فرهنګ پلې کول او د بېلابېلو فرهنګي برخو لاسته راوړنې.
هارون حکيمي د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پروګرامونو په ځانګړي ډول په فرهنګي برخه کې د جمهور رييس د ملاتړ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو فرهنګي برخو رييسان دې دغه لارښوونې په خپلو کاري پروګرانو کې شاملې کړي او د هغو په عملي کولو کې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د فرهنګ او هنر معينيت د بېلابېلو څانګو رييسانو د يادو لارښوونو پلي کولو ته د چمتووالي پر څرګندولو سربيره د چارو د ښه والي په موخه يو شمېر ستونزې، وړانديزونه ، نظريې اوپلانونه د فرهنګ او هنر له معين سره شريک کړل .
پاى \ ذ