هارون حکيمي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر د ودې او د هنرمندانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي
کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د هنري آثارو د څېړنې او پيرودنې کمېسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کمېسيون غړیو چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي يوشمېر استادان، د هنرستان رييس، د ملي نګارستان او د غلام محمد ميمنګي هنري زده کړو آمران پکې شامل دي؛ د هېواد د هنرمندانو د خطاطۍ دوه هنري آثار او د لاسي صنايعو يو هنري اثر وڅېړل او بيه يې وټاکله چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د آرشيف لپاره وپيرودل شول.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه موخه د هنر وده او د هېواد د هنرمندانو ملاتړ دى.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر د ودې او توليد او د هېواد د هنرمندانو د هنري آثارو د پيرودنې په لاره کې هلې ځلې کوي او هم هنرمندانو ته د هنري فعاليتونو د ودې د زمينې په برابرولو کې هڅې کوي.
همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر دېوالونو د انځورګرۍ پروګرام د ترسره کولو د طرحې په اړه هم خبرې وشوې.
ختم-ج-ا