کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولین په دغه ولایت کې د ۶ ټنه تاریخ تېره توکو د سوځولو خبر ورکوي.
د یاد ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په یاد ولایت کې د بې کیفیته توکو د راټولولو بهیر پیل شوی چې په پایله کې ۶ ټنه تاریخ تیره توکي راټول او د دغه ولایت د محکمې د حکم له مخې د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې وسوځول شول.
مسوولینو وویل، چې د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ عمده او پرچون پلورونکو ته د ټیټ کیفیت او تاریخ تېره درملو د پلور د مخنیوي په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم په لسګونه تاریخ تېره توکې راټول شوي وو.