نیمروز کې ۵ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

کابل، د لیندۍ ۱۲ مه، باختر
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵ ټنه بې کیفیته او تېرتاریخ خوراکي توکي او درملو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د نیمروز د عامې روغتیا رییس ملا عبدالرحمن عبدالله باخترآژانس ته ویلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې د سالمې ټولنې په موخه دې هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو له واردولو ډډه وکړي.
د یادونې وړده، چې یاد شوي توکي نن د یوګډ پلاوي په شتون کې له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته