نیمروز کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، با ختر
د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په زرنج ښار کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي ګل احمد حقاني د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په زرنج ښار کې د نورزاد شرکت له لوري د ۳ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه ودانۍ به ۱۰ درسي او اداري خونې ولري، چې په یوه وخت کې به ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.
هېره دې نه وي، چې په دغه ولایت کې اوس مهال ۱۰۵ ښوونځي فعال دي، چې له دې شمېر څخه ۱۵ یې په کرايي کورونه کې دي.