نیمروز کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۰ بستريز روغتیایي مرکز پرانیستل شو
کابل، د کب ۱۷ مه، باختر
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه يو ۱۰ بستريزه روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
د دغه مرکز د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن عبدالله وویل:”ياد مرکز په نيمروز کې د ځوانانو لپاره روغتيايي او پراختيايي مؤسسې له لوري جوړ شوی چې د کال تر پايه د ۵۰۰ ناروغانو د درملنې ظرفيت لري او په کې ناروغانو ته د خوړو ترڅنګ هر راز اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي”.
ورته مهال د ځوانانو لپاره روغتيايي او پراختيايي مؤسسې ولایتي مسوول ډاکټر سميعالله صادقي له ټولو نيمروز مېشتو وغوښتل په نشه یي توکو روږدي کسان دې ته مرکز ته معرفي کړي.