کابل، د وږی ۴ مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۶۶ کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په ۱۰۰۰ بستریز کلینیک کې د ۲۶۶ روږدو کسانو درملنه شوې او له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ورته مهال په نشه يي توکو روغ شويو کسانو د اسلامي امارت مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ وویل:«موږ خوښ یو چې له کلونو روږدو کېدو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي یو».