خبرونهامنیتټولنه

نیمروز کې نږدې ۲ ټنه نشه یي توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې نږدې ۲ ټنه نشه یي توکي له منځ یوړل شول.

د نیمروز والي شیخ محمدقاسم خالد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي دي او د نشه يي توکو د کښت، پېر او پلور په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان د پلي کولو په موخه د امنيتي مسوولینو په هڅو نږدې دوه ټنه نشه يي توکي په همدې ولايت کې کشف او د محکمې د حُکم په اساس له منځه یوړل شول.

ورته مهال د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير، عبدالواسع ریحان وویل، د نیمروز په مختلفو سيمو کې د ځانګړو کشفي عملیاتو په لړ او پر چک پوينټونو باندې ۱۸۰۰ کيلوګرامه (تریاک، چرس، هيروئين، ښېښه، ایف ټابلیټ کا او تراماډول ډوله ګولۍ) او همدارنګه ۵ زره او ۱۹۰ لېټره تېزاب کشف او ضبط شول، چې د ولايت مقام د مشرتابه پر وړاندې وسوځول شول.

بل خوا د استیناف محاکمې رئیس، شیخ عبدالخالق محمدي ویلي، چې د نشه يي توکو اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان او د ښاري محکمې د پرېکړې پر اساس د يادو نشه يي توکو په تړاو ١۵۰ کسان نيول شوي او په بند محکوم شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته