نیمروز کې لسګونه روږدې کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي
کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر
د نیمروز ولایت امنیتي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه پرنشه يي توکو د ۱۱۰ روږدو کسانو د راټولېدو خبر ورکړی دی.
د نیمروز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه په نشه يي توکو اخته ۱۱۰ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه زر بستریز کلینیک ته ورپېژندلي چې له بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه یي توکو لسګونه اخته کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.