خبرونهټولنهروغتیا

نیمروز کې لسګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي

کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر
د نیمروز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه په نشه يي توکو د ١٢٤ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا عبدالواسع ریحان د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت د مرکز زرنج ښار له بېلا بېلو سیمو څخه د یو لړ عملیاتو په بهیر کې په نشه يي توکو ١٢٤ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه ١٠٠٠ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا دغه کسان به له څو میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ٣ کلونو کې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته