خبرونهټولنه

نیمروز کې د ۴۰ جوړو ډله ییز واده ترسره شو

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې نیمروز ولایت کې د حبیب زاده خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د اوسېدونکو ۴۰ هغو جوړو ډله ییز واده ترسه شو، چې په شخصي توګه یې د لګښت توان نه درلوده.
د دغه ډله ییز واده تنظیموونکی او د حبیب‌ زاده خیریه بنسټ استازي مولوي تاج محمد شیرزاد باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه ډله یيز واده کې ۴۰ تنه جوړې شاملې وې او ټول لګښت یې د همدې خیریه بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې مراسمو کې هرې جوړې ته ۶۳ قلمه د کور اسباب هم ورکړل شوي دي.
د واده په دغو مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو او مخورو هم ګډون کړی وو، چې د ویناوو ډېره برخه یې په ودونو کې د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو په لارو چارو تکیه وه.
واده شویو جوړو هم د دغو مراسمو له تنظیموونکو مننه کړې او خوښي یې ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته