خبرونهاقتصادټولنه

نیمروز کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پر یوه سړک د جغل اچولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر 

ځايي چارواکو د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۲ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د نيمروز د ټولګټو چارو رئيس مولوي جان ‌محمد بدري باختر خبري اژانس ته وویل چې یاد سړک د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري د ۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغاینو په لګښت د رئيس جمعه خان له کلي څخه د ولسوالۍ تر مرکز پورې جوړ شوی او چارې یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په خبره د دغه سړک په جوړېدو سره مرکز زرنج ښار ته د کنګ ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره بریده حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته