نیمروز کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
کابل، د ليندۍ ۲۲مه، باختر
د زرنج ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري روښانتیا په موخه د یوې پروژې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د زرنج ښار په مرکز کې د برېښنايي څراغونو د نصب پروژه د ۳ میلیونه ۱۹۰ زره ۸۴۴ افغانیو په لګښت پیل شوې چې د ۲ میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د شرقي زنځیر څخه د بلوار تر پای پورې ۵۸۸ بریښنايي څراغونه نصب شي.
ورته مهال د زرنج ښار اوسېدونکو د یادې پروژې په پرانیسته خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د څراغونو په لګولو سره به د ښار ښکلا څو برابره شي.