کابل، د تلې ۲مه، باختر
د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولینو په مرکز زرنج ښار کې یوه ښوونځي ته د نوې ودانۍ جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس، مولوي ګل احمد حقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د زرنج ښار په سیادک سیمه کې د نورزاد شرکت په مالي ملاتړ د ۳.۸ میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
یاد ښوونځی ۸ درسي ټولګي او ۳ اداري خونې لري، چې په یوه وخت کې ۵۰۰ زدهکوونکي کولای شي په کې زده کړې وکړي.
باید وویل شي په نیمروز کې ۱۰۵ دولتي ښوونځي شتون لري، چې له ډلې یې ۱۵ په کرايي کورونو کې خپلې چارې مخته وړي.