نیمروز کې دوو کورنیو تر لس کاله دښمنۍ وروسته روغه وکړه

کابل، د مرغومي ۱۷مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د لس کلنې دښمنۍ د پای ته رسوولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د نمیروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، دیني عالمانو او سیمه ییزو مخورو په منځګړیتوب او هڅو د توجک کلي د دوو کورنیو تر منځ لس کلنه دښمني، چې له کبله یې یو تن وژل شوی و او د دواړو کورنیو ترمنځ یې خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې او د یوې پراخې ولسي غونډې پرمهال حل شوه.
سرچینې زیاته کړې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه او ځايي مسوولین هڅه کوي، چې د خلکو ترمنځ د تېرو کلونو پېښې شوې شخړې، خپل منځي دښمنۍ او بدۍ حل کړي او له دې لارې د ولسونو ترمنځ اتفاق او یووالی لا نور هم پیاوړی کړي.