خبرونهاقتصادټولنه

نیمروز کې تېر کال څه ‌باندې ۴۳ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې تېر ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په دغه ولایت کې ۲۳ زره او ۳۱۹ برېښنايي او ۱۹ زره او ۵۸۳ کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي کمال‌الدین حقیار وايي چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې ۱۶ زره او ۷۲۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۵زره او ۹۷۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۴ زره او ۳۰۴ زېږون کارتونه، ۲۷۸ د مړینې پارچې، ۱۳۷۹ د واده او ۹ د طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه څانګه فعاله ده چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، ترڅو هېوادوال وکولی شي چې په آسانۍ برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته