خبرونهامنیت

نیمروز کې ایران ته د ۳ ماشومانو د تښتونې مخه نیول شوې

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر
د نیمروز امنیتي چارواکو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې ایران ته د ۳ ماشومانو د تښتونې د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ امنيه قومندان ملا محمدابراهيم حاجي هېواد وایي، چۍ د دغې ولسوالۍ مجاهدينو هغه ښځه او سړی نيولي، چې څو ورځې وړاندې يي د کابل څخه ۳ ماشومان تښتولي وو او غوښتل يې ګاونډي هېواد ايران ته واړوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې پيدا او نیول شوي دي.
حاجي هېواد زياتوي د نیول شویو کسانو دوسیې به له بشړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته