نیمروز; د ٣٤ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ٣٠مه، باختر

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د زرنج – دلارام لویې لارې په اوږدو کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د نیمروز والي، شیخ محمد قاسم خالد د یاد جامع جومات د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې وویل:”دا جومات د ټولګټو وزارت له خوا د مسافرو د اسانتیاوو لپاره جوړېږي”.

نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې د کیفیت په خوندیتوب کې به هر اړخيزې هڅې کېږي.

ورته وخت کې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي جان محمد بدري ویلي چې دا جومات به د ښځو او نارینه وو لپاره جلا جلا ځایونه، د سولر سیستم، منظم تشنابونه، پارکینګ، د ملا امام لپاره استوګنځای او شنه ساحه ولري.

د بدري په وینا، د یاد جومات په جوړېدو سره د سیمې لسګونه تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

هېره دې نه وي چې د یاد جومات د جوړېدو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړه شي او په یو وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته