نیمروزکې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۱ مه، باختر
په نیمروز ولایت کې د نږدې ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار په سیاه چشمان کلي کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۱۵۷ زره ۳۳۵ امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکز په یوه پوړ کې د ۱۶ خونو په درلودلو سره جوړ شوی او د کډوالو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره یوه ښه اقدام دی.