نیمروز؛ په زرنج ښار کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۱۸ مه، باختر
د نیمروز ولایت د زرنج ښار د ورېښمو پل په سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه جومات د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د ۳ میلیونه ۱۷۶ زره افغانیو په لګښت د ورېښمو پله په سیمه کې جوړېږي چې چارې یې پرون د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پيل شوې.
په دغه مراسمو کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د قراردادي شرکت له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معیارونو سره سم د کیفیت لرونکو توکو کارولو ته ژمن پاتې شي.
په ورته وخت کې د نیمروز د ارشاد،حج او اوقافو رییس مولوي شمس الله احمدي د یادې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د امیرالمومنین حفظه الله د حکم پربنسټ دغه جومات په تشنابونو او نورو اړینو امکاناتو سمبال دی چې په یو وخت کې به د ۲۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د یادونې وړده، چې دغه جومات په ۲۰۰ مربع متره ځمکه کې جوړېږي چې چارې به یې په ۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته