خبرونهنړۍ

نړیوال جام؛ پاکستان سبا یکشنبې د هند پر وړاندې ډګر ته ښکته کیږي

نړۍ، د غبرګولي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

ټاکل شوې سبا یکشنبې د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د روان نړیوال شل اوریز جام تر ټولو مهمه او زړه راښکوونکې سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

دغه سیالۍ د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو پیلیږي او اټکل کیږي، چې ټوله نړۍ کې میلیاردونه کسان په ټلویزیون او زرګونه نور یې لوبغالي کې له نږدې وګوري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ مخکېنۍ لوبې اکثریت هند ګټلي دي.

دواړه لوبډلې په داسې مهال یو بل سره مخ کیږي، چې هند خپله لومړۍ ګروپي لوبه له ایرلنډ څخه ګټلې او پاکستان بیا د ګروپ له بل غړي امریکا څخه سخته ماتې خوړلې.

وړاندوینې ښایي هند یوځل بیا په دغې لوبه کې بریا ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته