خبرونهاقتصادټولنهTOP

نړیوال بانک بغلان کې د اوبو د ودانیزو پروژو د ملاتړ په موخه ۱۷۸ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

کابل، د مرغومې ۶ مه، باختر

د بغلان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا  ریاست مسؤلین وايي، چې دغه ریاست په روان کال کې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۵۷ پروژو په چوکاټ کې محافظتي، ګبیوني دېوالونه او د اوبو دهنې جوړې کړي او دغه راز یې د یو شمېر کانالونو د جوړولو ترڅنګ ځينې کانالونه بیارغولي هم دي.

د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وویل چې د دې ولایت په دوشي، خنجان، بنو، ده صلاح، پلحصار او تاله اوبرفک ولسوالیو کې نړیوال بانک د ۱۸۷ میلیونه، ۴۴۸ زره او ۵۲۶ افغانیو په لګښت  محافظتي، ګبیوني دېوالونه او د اوبو دهنې جوړې کړي او دغه راز یې د یو شمیر کانالونو د جوړولو ترڅنګ ځينې کانالونه بیارغولي هم دي.

رشیدي زیاته کړه چې د اوبو دغه ساختمانې پروژې په روان ۱۴۰۲ کال کې بشپړې شوي، چې په مستقیم ډول ترې ۲ میلیونه، ۶۲۷ زره او ۱۸۶ تنه ګټه پورته کوي.

د بغلان د خنجان ولسوالۍ د ولیان درې اوسېدونکي نصرت الله امیري وویل، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره د اوبو د مدیریت، مهار او کرکیلو ته د اوبو د رسېدو په برخه کې د دوی شته ستونزې حل شوي او غوښتنه کوي چې لا زیاتې پروژې دې دوی ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه  پلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته