نړيوال روغتيايي سازمان د ننګرهار له عامې روغتيارياست سره د طبي وسايلو مرسته وکړه
کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر
نړيوال روغتيايي سازمان نن د ننګرهار له عامې روغتيا رياست د طبي وسايلومرسته وکړه.
په دغو وسايلو کې د زړه د ګراف پرمختللي عصري مانيتورونه، لابراتواري توکي او د ناروغانو چپرکټونه له اړتيا وړ دستګاو سره شامل دي.
د ننګرهاردعامې روغتيا رييس نصيراحمد دراني باخترآژانس ته وويل؛ دغه وسايل به پرهغو روغتيايي کلينيکونو چې اړتيا ولري وويشل شي .
ده دغه راز وويل: هڅه کوي په ننګرهار کې ټول کلنينکونه د دولت او نړيوالو مرستندويو ادارو په مرسته په پرمختللي طبي وسايلو سمبال شي .
\ ذ