نيکپا او پنځه تنه افغان ورزشکاران دسولې دسفيرانو په توګه وپيژندل شول
کابل باختر دتلي اتمه
دتکواندو ورزشکار نيکپاه او پنځه تنه نور افغان ورزشکاران په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش له خوا دسولې دسفيرانو په توګه پيژندل شوي دي .
دالمپيک دملي کميټې ويندوي مجيب الرحمن رحماني نن په دې اړوند باختر اژانس ته وويل په يو ويډيويي پيغام کې چې دسولې دنړيوالې ورځي په مناسبت خپره شوې ده په افغانستان دملګروملتو دسرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش نيکپا دسولې دسفير په توګه بللي دي .
په دې ويډيويي پيغام کې کوبيش ويلي دي چې شيږ واړو ورزشکارانو دلندن د ٢٠١٢ کال په سياليو کې ګډون کړي وو افغانانو ته دوياړ او سرلوړي سبب دي لکه څنګه چې ددوى له جملې څخه افغان تکواندوکار ورزشکار روح الله نيکپا دپيکېنګ او لندن په سياليو کې دژيړو د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره افغانستان ته وياړني ګټلي دي .
يان کوبيش ويلي دي نيکپا او پنځه تنه نور افغان ورزشکاران چې دلندن د ٢٠١٢ کال دالمپيک په ورزشي ډګرونوکې ګډون وکړ دوى دسولې ملاتړي دي .
دملګروملتو دسازمان دسرمنشي استازي په دي ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې دغه ورزشکاران په افغانستان کې دسولې پيغام راوړونکې او ستر استازي پيژندل کېږي او له دغو ځوانو څخه مو غوښتي دي چې دسولې سپينه پټي ناڅيز سوغات په توګه ومني .