نيويارک ټايمز: پاکستان او د نړيوالو جهاديستانو مديريت

نيويارک – نيويارک ټايمز – باختر د سلواغې دمياشتې ٢١
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب يو مطلب خپور کړى دى او په هغه کې يې د افراطي ډلو په جوړولو او ملاتړ کې دپاکستان د رول په باب تمرکز کړى دى.
دورځپاڼې په ليکنه ، دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په خپلو څو مرکو کې خبردارۍ ورکړى دى . که چيرې له پاکستان او طالبانو سره خبرې تر څو مياشتو پورې نتيجه ورنه کړي په ٢٠١٦ ميلادي کال کې به د ده دهيواد پايښت له خطر سره مخامخ شي.
تيره کال د طالبانو دبريدونو له زور اخستو وروسته له ٢٠٠١ ميلادي کال وروسته ډير زيات ملکي وګړي او پوځيان پکې قرباني شول.
اشرف غني ويلي دي چې افغانستان په ستونزې سره په خپلو پښو ولاړ دى.
اشرف غني په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل ، په افغانستان کې دحالاتو ښه والى دسيمه ييزو همکاريو په کچې او دهيوادونو ترمنځ دسيالۍ دقواعدو دبرابرولو لپاره په نړيوال منځګړيتوب او فشار پورې اړه لري.
نيويارک ټايمز ليکي په خپل دغه بيان سره دجمهور رييس غني موخه دهغه فشار کچه ده چې په پاکستان وارديږي.
چې شخړې يې پاى ته ورسيږي.
دورځپاڼې په ليکنه ماهران زيات شمير شواهد په لاس کې لري چې پاکستان د طالبانو په بريدونو کې لاس لري.
دنيويارک ټايمز په ليکنه د پاکستان دغه چلند نه يوازې دافغانستان په وړاندې دى بلکې اسلام آباد په څو نورو بهرنيو جګړو  کې هم ګوتى وهي .
ددغه هيواد استخبارات له زياتې مودې راپه دې خوا دنړيوالو جهاديستانو مديريت په غاړه لري چې زيات شمير سني مسلمانان دي او آن ګومان کيږي چې پاکستان د داعش په ظهور کې هم لاس لري .
نيويارک ټايمز القاعده ، دحقاني شبکې او نورو تندلارو ته دپناه ورکولو په باب دپاکستان دانکار ديادونې په ترڅ کې دتندلارو پرخلاف دپاکستان د اردو د ٢٠١٤ ميلادي کال دعملياتو يادونه کوي اوليکي ښايي له انديښنو ډک رپوټونه د داعش په ظهور کې همدغه د پاکستان رول دي .
دورځپاڼې په ليکنه په شمالي وزيرستان کې دپاکستان د اردو دعملياتو  له پيل کيدو مخکې په لسګونو او آن په سل ګونو بهرني جګړه ماران له دغې سيمې څخه د بشار اسد دحکومت پرخلاف دجنګيدو په موخه له دغې سيمې څخه سوريې ته روان شول.
دسيمې قومي مشران وايي چې د طالبانو غړي له دغه ځاى څخه کويټې ته لاړل او وروسته قطر ته روان شول.
او په قطر کې دپاسپورت له ترلاسه کولو وروسته ،ترکيې ته لاړل او وروسته يې دسوريې لاره ونيوله . يو شمير نوريې دځمکې له لارې له پاکستان څخه ايران اوبيا عراق ته لاړل.
نيويارک ټايمز زياتوي که چيرې دغه معلومات کره وي ددې مانا لري چې پاکستان له قطر سره او ښايي له نورو سره هم دقبايلي سيمو هغه ځاى څخه چې نور دوى ته اړتيا نه وه په سوريه کې د جګړې ډګرونو ته د درې سوه تنو پاکستانيانو په ګډون دسني جهاديانو په ليږدونه کې همکاري کړې وي.
نيويارک ټايمز ديوه پاکستاني مقام له خولې چې د نامه له اخستلو څخه يې ډ ډه کړې ده ليکي چې دا په جهادي ډلو دپاکستان دمديريت او لاس وهنې لپاره يو بل ثبوت دى .
نيويارک ټايمز دخپلې مقالې په پاى کې يوه پوښتنه طرحه کوي او ليکي : هيچا تراوسه پورې پاکستان په تيرو وختونو کې دخپلو کړنو په سبب مسوول نه دى بللى نو ولى پاکستان له خپلو دغو کارونو څخه لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته