نړۍ

نوي کازميکي پيلوټان له نړيوال فضايي تم ځاى سره يوځاى شول

مسکو ايرنا  باختردجوزا دمياشتې ٨ :
ددريو تنو نوي کازميکي پيلوټانو دروسيې دسايوز_ ټي _ ام  اې  _ ١٣  ام  فضايي بيړۍ  له نړيوال فضايي تم ځاى سره يوځاى شوه .
دروسي ، امريکايي اوداروپا دفضايي آژانس کازميکي پيلوټان نن سهارنړيوال
فضايي تم ځاى ته څيرمه دسايوز  دفضايي بيړۍ له  دريدو وروسته  دغه تم ځاى ته ننوتل .
دسايوز دهوايي بيړۍ  تيره  شپه  قزاقستان کې دروسيې  دبايکانور له فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې وه .
په نړيوال فضايي تم ځاى کې  ددغو کازميکي پيلوټانو ماموريت  شپږ مياشتې دوام کوي   او دوي  دتشې او  دفضا په شرايطو کې څو آزمايښتونه ترسره کوي.
نوي کازميکي پيلوټان دهغو روسي او امريکايي کازميکي پيلوټانو ځاى نيسي
چې  په دغه فضايي مرکز کې دخپل ماموريت دپاى ته رسولو په  حال کې دي اوپه نږدې راتلوونکې کې به  ځمکې ته ستانه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته