نوى کمپيوټري معلوماتي مرکز جوړشو

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
په آيسا اداره کې د نوى کمپيوټري معلوماتي مرکز (ډيټابيس)  په جوړيدوسره   ملي سودا ګر اوکورني اوبهرني پانګه وال کولاى شي په لنډوخت کې دپانګونې  جواز ترلاسه کړي.
دباخترآژانس د خبرله مخې: دغه مرکز پانګه والو او دهيواد ملي سوداګروته د زياتواسانتياوو د برابرولو په مقصدجوړشوى دى اوملي سوداګر اوپانګه وال کولاى شي له دغه مرکز څخه په استفادې سره له دريوڅخه ترڅلوروساعتوپورې دپانګونې  جواز ترلاسه کړي .
پخوا يوه پانګه وال اوسوداګر په يوه اوونۍ کې جواز ترلاسه کاوه.
دپانګي اچونې دملاتړ د ادارې لوى رييس وفي الله افتخار د دغه مرکز د پرانيستلو په مراسموکې وويل: دغه مرکز يوه دولتي ارګان اويا يوې حقوقي موسسې ته د دقيقو معلوماتو په وړاندې کولو سره چې غوښتل يې له يوه شرکت سره قرارداد وکړي او دشرکت دپانګې اوشتون په اړوند کافي معلومات نه لرل؛ اوس کولاى شي دشرکت دپانګې اوشتون په باب له دغه مرکز څخه معلومات ترلاسه کړي، خو اوس له دغه مرکز څخه په استفادې سره کولاى شي په لنډوخت کې د نظر وړ شرکت په اړوند بشپړمعلومات ترلاسه کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان دصنايعو دټولنې رييس عبدالجبار صافى وويل: ددغه مرکزجوړيدل په هيوادکې دسوداګرۍ د ودې په لاره کې يومهم ګام  دى او په دې مرکزکې د سوداګرۍ اوصنايعو او د ماليې د وزارتونو نماينده ګۍ هم جوړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته