نوى کال به له وسله والو مخالفانو سره د خبرو کال وي

کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د سولې د عالي شورا  د دارلانشا ريېس وايي  ، راتلوونکى کال به له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو  کال وي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛  د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريېس   او په سياسي  چارو کې  د جمهور ريېس  فوق العاده استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک  نن د افغانستان د عالمانو  د سراسري شورا  له غړو سره  په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل ؛  زياتې هيلې او خوشبينۍ شته  چې راتلوونکى کال د وسله والو مخالفانو سره   د خبرو اترو کال وي.
ده وويل ؛ عالمان ، سياستوال ،  د مدني ټولني فعالين  ،.ښځې او  ځوانان په يو غږ اوپه ټول هېواد کې د سولې غوښتنه کوي،په همدې مقصد  راتلوونکى کال به د سولې او خبرو کال وي .
ده زياته کړه  خلک له  جګړې  ، تاوتريخوالي  اوبنسټپالنې څخه ستړي شوي دي او سوله غواړي .
خپلواک زياته کړه ملت او  حکومت د بين الافغاني سولې د خبرو اترو غوښتنه کوي .
هغه وويل د سولې بهير يو ملي بهير دي  او د سولې په باب به  هيڅ راز خبرې د خلکو  اومطبوعاتو څخه پټې پاتې نه شي .
ده  د افغانستان ، پاکستان   او اندونيزيا د عالمانو غونډې ته چې ټاکل شوې ده په راتلوونکي کې  جوړه شي   اشاره وکړه او ويې ويل ، موږ دغې غونډې ته چې په افغانستان کې د سولې دتامينولو په خاطر  جوړيږي  بشپړ تيارى لرو او د دغې غونډې د جوړولو  نيټې او سيمې ته په تمه يو.
ده له طالبانو څخه غوښتنه وکړه  چې په دې  غونډه کې  ګډون   وکړي  او  په منطقي او علمي  او هر اړ اخيز دليل د افغانستان د دولت په وړاندې خپله جګړه ثابته کړي.
ده  د سولې په ټينګښت کې د هېواد د عالمانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل ؛ چې موږ په شپږو مياشتو کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د سولې  په اړوند له عالمانو او د ټولنې له بيلابيلو قشرونو سره ٣٥٠ غونډې ترسره کړي دي.
وروسته  د افغانستان دعالمانو د سراسري شورا غړي  مولوي عنايت الله بليغ خبري وکړې اوويې ويل ؛ د سولې موضوع د الله (ج)  او د هغه د رسول (ص ) امر او
د امت اجماع ده .
دافغانستان دعالمان شورا  د غونډو په جوړولو او منبرونو له لارې د سولې  د بهير ملاتړ کړى دى.
ده وسله طالبانو ته د سولې وړانديزونه چې دکابل په غونډه کې  وړاندې شول   معقول او پرځاى وبلل  او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې دغو وړانديزونو ته لبيک ووايي او د سولې له بهيرسره يوځاى شي.
بليغ په اندونيزيا کې د عالمانو غونډه  د خير اراده وبلله او ويې ويل هيله لري  چې دغه غونډې د سولې په لاره کې مثبتې نتيجې ولري. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته