اقتصاد

نوى کابل بانک دخصوصي کولو لپاره داوطلبۍ ته وسپارل شو .

کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :

دهيواد دکابينې دمصوبې له مخې ،  دماليې وزارت او دافغانستان بانک، نوى کابل بانک دخصوصي کولو لپاره داوطلبۍ  ته وسپاره .

دباختراژانس دخبر له مخې ،  هغه بانکونه ، مالي ادارې او مسلکي پانګه وال چې دبانکوالۍ  او سوداګرۍ په برخه کې  کافي تجربه ولري، دغه بانک به د سيالۍ له لارې داوطلبۍ ته وسپارل شي .

دماليې وزارت دخزانو لوى رييس  محمد آقا کوهستاني په دې وروستيو وختو کې په يوه غونډه کې دنوي کابل بانک دخصوصي کولو دبهير په باب  دمفصلو معلوماتو په وړاندې کولو سره وويل: نوى کابل بانک ددولت له پريکړې سره سم داوطلبۍ  ته وړاندې کيږي په شرايطو برابر داوطلبان کولاى شي دداوطلبۍ په بهير کې  ګډون  وکړي .

دغه راز دافغانستان بانک مرستيال  خان افضل هده وال څرګنده کړه  هغه حقيقي  اشخاص  چې غواړي  په دې بهير کې  ګډون وکړي بايد ښه مالي او تخنيکي  امکانات او تجربې  ولري او جرمي سابقه ونه لري .

  دنوي کابل بانک دخصوصي  کولو بهير  په هيواد کې دبانکوالۍ دنظام دښه والي او دخصوصي برخې دپياوړتيا په لاره کې يوبل ګام دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته