کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١:
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې د نوي کابل بانک د نمايندګۍ په وړاندې ځانمرګى بريد شوى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
يوځانمرګۍ يرغلګر خپل بمي موټر د هغو کسانو ترمنځ وچاوه چې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د بانک په وړاندې ولاړ وو.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل چې د ابتدايي رپوټونوله مخې په دې پيښه کې شلو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
په همدې حال کې په ټولنيزو شبکوکې د دغه خونړى ځانمرکي بريد په باب خپاره شوي تصويرونه او د شاهدانو څرګندونې ښيي چې په دې پيښه کې د سر دروند زيان رامنځته شوى دى.
د اختر په درشل کې د بانکونو نمايندګۍ له بل هر وخت څخه زيات د زياتوکسانو شاهدې دي.
مخکې له دې هم وسله والو طالبانو دوه ځلې په هلمندکې د بانک په نمايندګۍ ورته بريدونه کړي وو.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
1 1 دقیقه لوستل