امنیت

نوى خبر // د باميان _ بغلان په لويه لاره کې د لسګونو تنو سپرليو دتښتولو لپاره دوسله والو طالبانو ناکامه هڅې

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د باميان _ بغلان په  لويه لاره کې د لسګونو تنو سپرليو دتښتولو لپاره دوسله والو طالبانو هڅې ناکامه شوې .
يوې ډلې وسله  والو طالبانو  ددغې لويې لارې په تړلو سره  په لسګونو  تنه سپرلۍ له موټرو څخه راښکته کړې  او غوښتل يې  هغوى له ځان سره بوځي  چې امنيتي منسوبين په  بيړه  د سپرليو دژغورلو لپاره سيمې ته ورسيدل او هغوي يې د يرغلګرو له منګول څخه  آزاد کړل.
په هغې جګړې کې چې د يرغلګرو او امنيتي منسوبينو ترمنځ ونښته   يووسله وال طالب ووژل شو او يو بل يې ټپي شو.
دغه  راز طالبانو سپرلې  آزادې کړې  او وتښتيدل . 
د بغلان ولايت  د تاله او  برفک ولسوال  فيض محمد اميري له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه  تائيد کړه .
ده وويل  چې په دې پيښه کې پوځيانو اوسپرليو ته زيان  نه دى اوښتى.
طالبان په دې وروستيو کې د لارو  په نيولو په خاصه توګه د افغانستان په لويو لارو کې   دخلکو په تښتونې لاس  پورې کوي .
مخکې له دې يرغلګرو د کندز _ بدخشان  په لويه لاره کې  دوه ځلې دمسافرانو په  تښتونې لاس  پورې کړ او يوشمير مسافران يې په  ډزو سره ووژلې.
اوس هم يوشمير مسافران دطالبانو په بند کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته