نوى تفريحي پارک جوړيږي
کابل- باختردتلې دمياشتې ٩ :
دکورنيو تفريحي پارک د جوړولو کار نن دپلخمري ښار قهوه خانه بڼ په ساحه کې پيل شو.
دپلخمري ښاروال صاحب نظرسنګين باختراژانس ته وويل: په دې پروژه کې دپنځه سوه څلويښتو مترو په اوږدوالې دانګړ د ديوال، د اوبو رسولو دسيستم جوړول، دبريښنا تامينول، شنې ساحې ، دکانتين جوړول او دڅوکيو جوړول شته.
دپلخمري ښاروال دڅرگندونوله مخې: دغه پارک دپنځلس زره درې سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې د رمپپ موسسې په مرسته ديوسلو ديرشو زرو ډالرو په لګښت په دريو مياشتو کې جوړيږي .