ښوونه او روزنه

نوى تعليمي کال دپوهنې دپياوړتيا په باب دجمهوررييس په بلنې سره پيل شو

کابل باخترد وري دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن دهېواد له ټولو  پانګه والو او شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې په هېواد کې دپوهنې او ښوونکو دپياوړتيا په برخه کې  دمرستې ديوه صندوق په جوړولو کې ونډه واخلي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دهېواد جمهور رييس محمد اشرف غني نن په هغو ځانګړو مراسمو کې چې دنوي تعليمي کال دپيل په مناسبت پرځاى شوي وو، خبرې وکړې او ويې ويل  چې دافغانستان راتلوونکې  او دهېواد ملي وحدت دپوهنې په وزارت پورې اړه لري .
ده دغه راز ده دهېواد په پوهنه کې دميندو اوپلرونورول مهم وباله او دهېواد له ټولو  پانګه والو او شتمنو خلکوڅخه يې وغوښتل چې  دهېواددپوهنې  او ښوونکى د پياوړتيا لپاره دمرستې دصندوق په جوړولو سره کار وکړي .
دغه راز ددغو مراسمو له پاى ته رسيدو وروسته  دهېواد دسړو سيمو دښوونځيو د ١٣٩٥ تعليمي کال دپيل  زنګ دجمهور رييس او دپوهنې دوزير له خوا وګړنګول شو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته