امنیت

نوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٨ :
دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  نوولس تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي   چې  دکاپيسا ، خوست ، قندهار  او دهلمنددولايتونو په  مربوطاتو کې
دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې نوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، يوشمير ټپيان اويوه اندازه وسلې او  مهمات ترلاسه او څلورشپيته ماينونه  کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
دغه راز دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر تائيد کړې ده  چې  دماينونو دچاودنې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي دي .
ددغو پيښو دقيق ځاى نه دى مشخص شوى .
ديوبل خبرله مخې  : دملي اردو منسوبينو دخوست ولايت په مربوطاتو کې دسولې اوثبات دټينګښت په  مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې يو وسله وال مخالف  ووژل شو اويوتن بل ټپي شو او دغزني ولايت دقره باغ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو  دځواکونو دګزمې په بهيرکې يو وسله وال مخالف ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته