امنیت

نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو د معرفي کولو په وخت کې وويل: کابينه به تاسو او افغانستان خلکو ته ځواب ورکوونکي وي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: جمهور رييس په دغو مراسموکې چې د نوماند وزيرانو د معرفي کولو په مناسبت د ملي شورا په مقرکې پرځاى شول؛ په بېلابېلو برخوکې د دولت لومړيتوبونه مشخص کړل او ويې ويل: کاري تداخل افغانستان له بحران سره مخامخ کړى دى او د هر وزارت دنده بايد مشخصه شي. که چيرې يو وزير ترشک لاندې راشي؛ بايد استعفا وکړي. ځکه خلک له فساد څخه ستړې شوي دي .
جمهور رييس زياته کړه چې د کار پيدا کول به زموږله مهمو کارونو څخه وي، ځکه زموږ په سلوکې ٣٦ خلک په بيوزلى کې ژوندکوي .
جمهور رييس دغه راز وويل: بايد د افغان ښځو ته ښې زمينې برابرې شي او بايد په حکومت کې د ښځو د سراسري مشارکت زمينه برابره شي.
جمهور رييس څرګنده کړه چې په ماشومانو تيرى، د هغو تښتونه او له هغوى څخه ناوړه استفاده په يو فرهنګ بدل شوى دى او زموږ يو اعشاريه اووه مليونه تنه ماشومان تراوسه پورې ښوونځي ته نه ځي او په ځينو وختو کې د ماشومانو کار په مريتوب بدل شوى دى او له بله پلوه نشه يي توکي په يوه جدي مسئله بدله شوې ده.
جمهور رييس په دې ويناکې څرګنده کړه چې د هيواد سرحدي ولايتونه بايد د ترانزيت په سيمې بدل شي او بايد آزاد بازار هم تنظيم شي او په افغانستان کې بانکوالى بايد منسجم شي، ځکه د بانکوالى په سيستم کې مقرره او اصول نشته.
زيات جزييات به وروسته خپاره شي.
د يادونې وړده: نوماند وزيران په پارلماني چاروکې د دولت د وزير پوهنمل نبي فراهي له خوا د ولسي جرګې غړو ته معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته