امنیت

نولس طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
نولس وسله وال طالبان پرون د سمنګانو په بر دره صوف ولسوالۍ کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنيې قومندانۍ وياند عبدالمنير رحيمي باختر آژانس ته وويل: نولس طالبان په هغو دوو هوايي بريدونو کې ووژل شول چې د سمنګانو د بر دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو ترسره شول.
رحيمي زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ١١ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى دوه پټنځي او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته