نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
کابل باختر د تلي اوولسمه :
دملي اردو او دملي پوليسو دمنسوبينو په ګډو محاربوي فعاليتونوکې چې دائتلاف دپوځونو په هوايي همکارۍ ترسره شول نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دولس تنه نور يې ټپيان شول .
دباختراژانس دخبر له مخې ، په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند دملي دفاع وزارت دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي . دملي اردو او دملي پوليسو ګډو ځواکونو دپکتيا ولايت د زرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دايوبي او دقاري اسمعيل په نومونو ددوو تنو قوماندانانو په ګډون نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يوه اندازه وسله اومهمات هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دپکتيکا ولايت دبرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونوپه يولړ نور عملياتو کې لس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي ، دولس تنه ټپيان او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شوي دي .