نړۍ

نولس تنه ملکي وګړي په سوريه کې ووژل شول

دمشق باختر د مرغومي ديارلسمه :
  دسوريې په شمال  حلب ښار کې ددولتي ځواکونو تر واکمنۍ لاندې سيمو دتروريستان په شپني بريد کې څه ناڅه  نولس تنه ملکي وګړي ووژل شول .
  دفرانسې دخبر ي اژانس  دخبر له مخې :  په بريتانيا کې دسوريې دبشر دحقوقو  مدافع  ډلې وويل چې ددغه تروريستي بريد په  قربانيانوکې څه ناڅه پنځه تنه  ماشومان شامل دي چې درې تنه يې له خپلو ميندو سره  وژل شوي دي .
  دبشر دحقوقو  دغې مدافع ډلې زياته کړه: په دې بريد کې چې دپنجشنبې په شپه دحلب  په لويديځه برخه کې دملکي وګړو دسپرلۍ  په يوه موټر دتوغندي  دلګيدو له امله  ترسره  شوه دوه ديرش تنه نور ټپيان شول .
حلب چې  دسوريې  دبحران  له پيل  کيدو مخکې ددغه هيواد اقتصادي مرکز بلل کيده  په ٢٠١٢ميلادي کال  کې دتروريستي ډلو له بريد  او دهغه دځينو ختيځو  سيمو دنيول کيدو  له وخت څخه ويران او ويجاړ شوى دى .
دسوريې بحران نږدې څلور کاله مخکې پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته