نولسو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته
![5fdf7a8888c3179d3c1617cba56de9d7 Xl](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/05/5fdf7a8888c3179d3c1617cba56de9d7_XL.jpg)
کابل / باخترد سلواغې دمياشتې ٢٧نيټه
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په بهیر کې ۱۹ تنو ډار اچوونکو ته ژوبله واوښته.
د تندر قول اردو، د یوې خپرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ويلي دي:
ایتلافي هوايي ځواکونو د پکتیا ولایت زرملې ولسوالۍ د لیوان په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید وکړ چې له امله یې ۴ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او یوه آیکم مخابره ویجاړه شوه.
د یو بل خبر له مخې:
ایتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان او مقر ولسوالۍ د نهال خان په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو بریدونه وکړل چې له امله یې ۹ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د تندر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسایطو ضد ۴ ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای – ع