نورستان؛ د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د نورستان والي قاري ذین العابد الدین د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند په ګلچه خېلو سیمه کې د یونېسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د B.H.C روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد روغتیایي مرکز د یوه احاطوي دېوال، ۸ خونو او نورو اړینو لوازمو په درلودلو سره په یو نیم جریب ځمکه کې جوړېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه روغتیایي مرکز د جوړولو له چارو خوښي ښودلې او وایي، چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به یې د روغتیا په برخه شته ستونزې حل شي.