خبرونهاقتصادټولنهTOP

نور الدين عزيزي: حکومت له کورنيو تولیداتو په کلکه ملاتړ کوي او د هېواد آبادۍ ته ژمن دی

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، چې نن يې د يوه پلاوي په مشرۍ غزني ته سفر کړی وو، د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، ملي سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل.
نوموړي په دغه کتنه کې وویل چې د افغان حکومت مشرتابه او مسوولين تر هر څه د هېواد آبادۍ ته ژمن دي او په کلکه د افغانستان له کورنيو تولیداتو څخه ملاتړ کوي.
عزيزي زياته کړه، چې افغانستان د نړۍ په کچه یو بډای هېواد دی او اړتيا ده، چې له طبعي سرچینو څخه يې ګټه واخيستل شي.
په ورته وخت کې د غزني د صنایعو او کانونو خونې مشر حاجي عبدالرحمن وویل چې همدا اوس په غزني کې ۳۵ کوچني او لويې صنعتي کارخونې فعالیت کوي، چې په وینا یې اړتیا ده تر څو په دغه ولایت کې صنعتي پارکونه فعال شي.
په یاده غونډه کې د غزني یو شمېر صنعت کارانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې دوی ته دې په دغه ولایت کې د صعنتي کارخونو لپاره ځمکې ووېشل شي او د کورنيو تولیداتو لپاره د خامو موادو په واردولو کې آسانتیاوي برابري شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته