ټولنه

نوروز ټول هېوادوال خوشحالۍ او له جګړې او دښمنۍ څخه لرې والي ته رابولي .

کابل باختر دوري لومړۍ نيټه :
نوروز چې دنوي فصل او له ژمني خوب څخه دطبيعت  دويښتيا پيل  بولي په بيلابيلو پيغامونو سره راورسيد .
دباختراژانس خبريال ليکي :  سره له  دې چې نوروز په فرهنګي او تاريخي لحاظ ځانګړى ځاى لري دغه نيکمرغه  جشن په سترو پيغامونو سره دانسانانو خوشحالي  تداعي کوي .
دنوروز او دنوروزي دجشن يو ستر پيغام  اعتدال او برابري  ده يعنې طبيعت ژمنۍ خوب يوې خوا ته  ټيل وهي  دشنه پسرلي هرکلى دى او غرونه او رغونه شنه اوسمسوريږي .
لنډه  داچې نوروز دتحرک او سمسورتيا دفصل پيل دى له همدې امله بايد دنوروز هرکلى وکړواوله  دپيغامونو څخه يې  زده کړې وکړو اوله بې عدالتۍ، بې باورۍ لوړتيا غوښتنې او ځان غوښتنې څخه ډډه وکړو .
په ښه خوځښت  اوسليم عقل سره دهغه هېواد دبيا رغاوني او جوړولو په لټه کې شو چې له کلونو کلونو راپديخوا دجګړې اور پکې بل دى اوبچيانو يې ددغه هېواد دويجاړولو لپاره وسلې په اوږو کړې دي خو نوروز ټول له جګړې او دښمنى څخه لاس اخيستو او خوشحالۍ ته رابولي . نو ټولو ته لازمه ده چې دنوروز پيغامونه په ټولو برخو کې په پام کې ولري او ددغه تاريخي جشن هرکلى وکړي له ورور وژنې او وينې تويولو څخه لاس واخلي ، سولې ته مخه وکړي او دخپل هېواد او خاوري  په باب فکر وکړي ، هغه هېواد چې دستر تمدن او فرهنګ زانګو اوګهواره  ده چې آن فرهنګي او تاريخي شتمنۍ يې ددښمنانو لپاره دکينى راپارونکي دي .
په همدې دليل په ټګۍ او برګۍ سره غواړي چې په دې هېواد کې جګړه دوام ولري چې تاريخي او فرهنګي ارزښتونه يې له  منځه يوسي پرې نږدې چې دښمن خپلو ناوړو موخو ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته