ټولنه

نوروز يو تاريخي دود دى چې جرړې يې څو زره کلونو ته رسيږي .

کابل باختر دوري لومړي نيټه :
له زياتې  مودې راپديخوا د هجري لمريز کال دوري دمياشتې لومړې ورځ دافغانستان دخلکو له خوا ديوه دوديز او تاريخي جشن  په توګه نمانځل کيږي خلک دغه ورځ دطبيعت دژوندي کيدو او دپسرلي درارسيدو دورځې په توګه زيارتونو ، دغرونو لمنو ، شنو ساحو او تفريحي ځايونوته  دورتګ ،  وزلوبي  دنانځکو دالوځولو او د ډول ډول  خوړو دبرابرولو په ګډون ډول ډول مراسمو په پرځاى کولو سره تيروي .
دباختراژانس خبريال ددغې ورځې دنمانځنې په څرنګوالي د پوهيدو په موخه دکابل ښار تفريحي ځايونو ته په ورتګ سره له يوشمير هېوادوالو سره چې دنوي کال دلومړې ورځې په نمانځنې  بوخت دي خبرې کړې دي . يوشمير  ښځې  په ډول ډول  جامو سره دکابل ښار  دښځينه بڼ  په وړاندې  ولاړې دي اوبڼ ته ننوتو ته سترګې په لاره دي .
سره له دې چې دبڼ په شاوخوا کې خاص امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او دنارينه و او دتنکيو ځوانانو دورتګ مخه نيول کيږي .
ميرمنې له خپلو کوچنيو او غټو ماشومانو سره هلې ځلې کوي چې ډير ژر بڼ ته ننوځي .
نفيسه  هغه ميرمن چې غواړي له خپلو  دريوتنو لوڼو او له يوه دوه کلن  زوى سره بڼ ته ننوځي نن دنوي هجري لمريز کال لومړۍ ورځ  ده او په دې  ورځ په کور کې  ناسته ښه نه ده  بايد دنوي کال  هرکلي ته ورشو  او دغه ورځ په خوشحالۍ سره تيره کړو .
  ما هم په دې خاطر ښځينه بڼ  انتخاب کړ چې په هر لحاظ  خوندي اوپه ځانګړي توګه دښځو لپاره دتفريح ځاى دى .
دنفيسې دڅرګندونو له مخې چې تيرکال يې هم  دنوي کال لومړۍ ورځ  له خپلو يوشمير دوستانو او همکارانو سره په دغه بڼ کې تيره کړې ده په ښځينه بڼ کې ددغې ورځې دنمانځنې  لپاره ټولې اسانتياوې شته او دغه راز  په دغه ځاى کې  ټولې ميرمنې  او نجونې  دي چې له کومې ستونزې  او خنډ پرته کولاى شو په ډاډ سره په دغه بڼ کې ورځ تيره کړو . 
دښځينه بڼ رييسه ميرمن کريمه سالک وايي  په دې ورځ کې ناوړه دودونه لوبې او عنعنوي  تفريح شتون  نه لري  بلکې دغه ورځ له ديني او اعتقادي  پلوه هم ځانګړې ارزښت  لري او خاص اداب او عملونه  پکې شامل دي .
دميرمن سالک دڅرګندونوله مخې: دکال دبدلون دعا  چې په انفرادي اويا ډله ئيزه توګه ترسره کيږي او دطبيعت  له ژوندي  کيدو سره جوخت مسلمانان دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه  غواړي چې په بيلابيلو  برخو کې ددوى دژوندانه په حالت کې ژور بدلونونه رامنځته شي .
په دې ورځ خلک  دخوشحالۍ دمراسمو په پرځاى کولو سربيره  زيارتونو او اديرو ته ځي اوخپلو تيرو کسانو ته دعاکوي .
دشاه شهيد ( ع )  زيارت چې دسيمې دمشرانو او خلکو دڅرګندونو اوروايتونو  له مخې: دکابل ښار  دحضوري چمن پل مستان ته څيرمه  دمزارشريف  عب الحق خطلاني زيارت دى له زياتې مودې  راپديخوا دنوروز دجشن دنمانځنې ځاى دى  خلک په زياتې علاقمندې سره ددغه زيارت په شاوخوا کې  ميله او ساعت تيري  کوي ، دمرنجان غونډى   دبي بي  مهرو  غونډى ،  دنادرخان  غونډى ، شهداى صالحين  او دسخي زيارت هم له هغو ځايونو څخه دي چې خلک دنوي کال په لومړي ورځ  دغو ځايونو ته ځي او دډول ډول خوړو په خوړلو او دموسيقى په اوريدو سره دغه ورځ نمانځي .
يو ديني عالم دنوروز دجشن  په باب وايي دنوي کال په درشل کې زياترو ته  داپوښتنه طرحه کيږي چې ايا دنوروز نمانځنه بدعت دى ؟  لومړى بايد دبدعت کلمې ته ځواب ووايو .بدعت  هغه څه چې په دين کې نه وي اوموږ په دين کې زيات کړو موږ چې دنوي کال لومړۍ ورځ نمانځو نه وايو چې دغه نمانځنه په ديني لارښونو کې واجبه شوې ده .
له دې امله کوم بدعت نه دى شوى سربيره  پر دې په دين کې دنوروز دورځې  دادابو يادونه هم شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته