کابل, د زمري ۲۸ مه, باختر
د نورستان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ په کوټیا کلي کې د ۷ کیلو متره سړک د رغولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختیا رئيس مولوي احسان الله احمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه سړک د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
ورته مهال قومي مشر او ديني عالم شيخ سميع الله خنجر د ياد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي يې دي چې د ياد کلي خلکو د سړک د نشتون له امله ډېرې ستونزې ګاللې, خو د یاد سړک په جوړېدو سره یې ستونزې حل شوې دي.
13 د یوې دقیقې څخه لږ