کابل د وږي ۲۸ مه، باختر
د نورستان ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۲ کیلو متره سړک د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د نورستان والي قاري زین العابدین عابد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه سړک غربي نورستان له درې ولسوالۍ او د ګوردر درې له لارې له مرکزي نورستان سره نښلوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک د جوړېدو پر مهال د سیمې یو شمېر کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې وه.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي د یاد سړک په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه د ورته سترو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.